سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلامي امت باید بیا د «سوچي» د دروغجن فرېب خوند ونه زبېښي
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلامي امت باید بیا د «سوچي» د دروغجن فرېب خوند ونه زبېښي

(ژباړه)

خبر:

په الجزیره سایټ کې د خپرو شوو خبرونو پر اساس، د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۱۹مه د میانمار مشرې ان سان سوچي په خپلو خبرو کې د روهنګیا د ناورین په اړه وویل: «زه د مسلمانانو او هغو کسانو په اړه، چې د بنګلدیش هېواد ته تښتېدلي دي، اندېښمنه یم.» له تېرې یوې میاشتې راهیسې له ۴۱۰۰۰۰ څخه زیات روهینګیایي مسلمانان له میانماره بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي، چې دغه کار د هغې په اړه زیاتې نیوکې لرلې. ان سان سوچي د خپلو خبرو په لړ کې وویل: «د میانمار دولت د خپلو مسولیتونو په تر سره کولو کې جدي دی او نه غواړي، چې د خپلو مسولیتونو په نه تر سراوي کې د ملامتۍ داغ  خپل کړي. تر څنګ یې میانمار په دې موضوع کې د ملګرو ملتونو له مداخلې او څېړنې څخه هېڅ وېره نه لري. د امنیتي ځواکونو لپاره امر شوی، ترڅو خپلو عملیاتو ته اوږه پر اوږه دوام ورکړي او له سیمه‌ییزو تلفاتو او د بې ګناه کسانو له  زیانمنېدو څخه د مخنیوي په موخه دې د قوانینو تابع وي.» هغې همداراز زیاته کړه: «د میانمار دولت تل تیار دی، چې د روهینګیا تښتېدلو مسلمانانو ته رسیده ګي وکړي او له هغو سره چې د بیا مېشت کېدو لپاره را ګرځېدلي مرسته هم وکړي». ( سرچینه: د الجزیرې رسمي سایټ)

تبصره:

د میانمار مشره «ان سان سوچي» د بشري حقونو سالارې او د نوبل د جایزې ګټونکې، چې ځان د سولې ټېکه داره بولي، د نړۍ هېوادونو ته یې په خپلو اوږدو خبرو کې د نژادستیزۍ او د روهینکیا مسلمانانو د بې رحمه وژنو له حقیقت څخه هېڅ خبره په ژبه رانه وړه. له څو اونیو ظالمانه وژنو، سوځولو، پر مسلمانو ښځو د تېري او د ۵۰ کلیو ورانولو وروسته، چې په پایله کې یې ګاونډي هېواد (بنګله‌دېش) ته ۴۱۷ زره روهینګیایي مسلمانان وتېښتېدل، د مسلمانانو په اړه د مېرمن سوچي خبرې ګونګې وې او د میانمار د امنیتي ځواکونو لخوا پر شوو جنایتونو له پردې اچولو پرته بل څه نه وو. که دغو خبرو ته دقیق نظر وکړو، نو متوجه کېږو، چې هغې د خپلو ۳۰ دقیقو خبرو په لړ کې اصلا د روهینګیا د سیمې په اړه کوم حرف په ژبه نه دی راوړی؛ خو پرته له یو ځل څخه او هغه دا، چې د اراکان د نجات د اردو (هغه ډله چې په دې هېواد کې د ترورستي بریدونو مسووله ده) نوم یې واخیست.

ډاکتر مونګ زرني چې یو تبعید شوی بودایي او د بشري حقونو فعال دی، د دغې ترهګرې ډلې په اړه په خپله مرکه کې وویل: «د برما اردو خپل اصلي دلیل پیدا کړی، ترڅو د امنیتي پاکسازۍ لپاره عملیات وکړي. نو پر دې اساس د روهینګیا خلک او نظامیان له ناوړه او ظالمانه کړنو سره د بریدونو لپاره سرحدي سیمې ته، چې د برما د اردو او امنیتي پولیسو لخوا ټاکل شوې وه؛ ننوتل.» تر څنګ یې ده د روهینګیایي مسلمانانو د بیا راګرځېدو د پیل او دوی ته د رسیده ګۍ او مرستې په اړه زیاته کړه: «ان سان سوچي غواړي یوازې د ملګرو ملتونو فشارونه کم کړي او په خپله کړې ژمنه کې ریښتینې نه ده؛ ځکه، چې په دې بهیر کې به له مسلمانانو څخه وغوښتل شي، ترڅو ټول یې پېژند پاڼې ولري، په داسې حال کې چې ۹۹ سلنه روهینګیایي مسلمانان تذکرې نه لري او د دوی د پېژندنې مخکیني کارتونه هم بې باوره اعلان شوي دي.»

ایا فکر کوئ چې د روهینګیا مسلمانانو د بې رحمه وژنو پر وړاندې یوازې ان سان سوچي ملامته ده؟ ایا د نړۍ مسلمان او غیر مسلمان مشران، چې بې پرې موقف یې غوره کړی، د بشریت پر وړاندې د دغو ټولو ظالمانه جنایتونو مسوول نه دي؟ ایا نړیوالې رسنۍ او ملګري ملتونه چې د بشري حقونو او ازادیو نارې وهي، په میانمار کې د روانې عاموژنې هېڅ مسوولیت نه لري؟ که داسې وي، نو د دوی اصلي دنده څه ده؟ د نړۍ مشرانو د شارلي ابدو له بریده وروسته څه وکړل؟ څه غبرګون یې د دوی پر وړاندې وښود؟ په پاریس کې د شارلي ابدو د برید په لړ کې یوازې ۱۲ تنه ووژل شول او د نړۍ خلک په فرانسه کې د نړۍ د مشرانو پر راټولېدو شاهد وو، چې دوی د دغه برید د غندلو تر څنګ قسم یاد کړ؛ چې د ترورېزم او دا ډول وحشیانه بریدونو پر وړاندې به مبارزه کوي.

امریکا په ۲۰۰۳م کال کې عراق د ډله‌ییزو وژونکو وسلو په تور اشغال کړ، په داسې حال کې چې په هغه وخت کې د دغه هېواد اقتصاد پخپله د کمزورتیا په حال کې و. هغه مهال د یوې اوږدې لسیزې اقتصادي بندیزونو  په پایله کې، چې د امنیت شورای له لوري پر دغه هېواد لګېدلي وو او پکې له ۵۰۰ زرو زیاتو بې ګناه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. خو برعکس د میانمار هېواد روهینګیایي مسلمانان په بې رحمه توګه وژني، ځوروي یي او لسګونه کلونه وشول، چې دوی یې له خپلو لومړنیو او اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي؛ خو د امنیت شورا د میانمار پر دولت د بندیز لګولو وړاندیز ته هم اقدام نه دی کړی.

د وژنې، شکنجې، وحشیانه تېري او د سلګونو او زرګونو روهینګیایي مسلمانانو د بې ځایه کولو د زرګونو ښکاره شواهدو پر شتون سربېره، نه د شرق او غرب مشرانو او نه د نړۍ مشرانو د میانمار دغه وحشیانه او ظالمانه کړنې، چې د بشریت او انسانیت پر وړاندې دي محکومې کړې، نه مسلمانانو ته د پناه ورکولو او نه د میانمار د جنایتکار رژیم پر وړاندې د مبارزې ژمنه کوي. ان نړیوالې رسنۍ چې ګواکې د نړۍ د حقیقتونو په خپرولو کې یې پرته له کوم توپیري چلنده قسم کړی دی، د ترهګرو بودایانو په واسطه د رهینګیایي مسلمانانو د زرګونو نارینه، ښځو او ماشومانو له وژل کېدو وروسته هېڅ ادعا نه ده کړې، چې بودایي دین د وېرې خپرولو دین دی او بودایان د ټول انسانیت لپاره یو ګواښ دی. ته وا ټولې رسنۍ کڼې دي او هېڅ شی نه اوري او نه یې ویني.

له بده مرغه د مسلمانانو بې غیرته حکامو تل خپلې د هیلو سترګې په ملګروملتونو پورې ګنډلې دي او له دغه سازمان څخه د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې دغه سازمان د اسلامي امت په حق کې له خیانت پرته بل څه نه دي کړي. پر هغه سربېره د مسلمانانو ظالمو حکامو د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر ځای د امریکا، انګلیس، روسیې، یهودي دولت، چین او هندوستان رژیمونه الګو نیولي او په ورین نتدي یې د دوستۍ دروازې د دوی پر مخ پرانیستې دي. له همدې امله اسلامي امت باید د روهینګیا د خلکو لپاره د مسلمانو حکامو د تمساح د اوښکې تویونې فرېب ونه خوري. هغوی باید د غربي حکامو له بې عمله خبرو څخه هیله ونه لري او نه هم د دوی د جاسوسي سازمانانو پر ظاهري ژړاوو اغوا شي. پر دې سربېره اسلامي امت باید د مېرمن سوچي پر دروغو، چې د ملي څېړنې د کمیسیون پر جوړېدو یې پیل کړی باور ونه کړي، چې دغه کمیسیون به د دوی د امنیتي ځواکونو له لوري تر سره شوو جنایتونو ته رسیدګي وکړي او د دغو جنایتونو عاملین به مجازات کړي. اسلامي امت باید یوازې د الله سبحانه وتعالی پر وعده باور وکړي، چې فرمایي:

﴿وَمَنْ يَتق الله يجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً﴾ [طلاق: ۲]

ژباړه:هر څوک چې له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي او پرهېزګاري وکړي، الله سبحانه وتعالی به له ستونزو څخه د وتلو  لار ورته پیدا کړي.

ان شاالله هغه ورځ به را ورسیږي، چې دغه امت به ثاني راشده خلافت تاسیس کړی وي او دغه ځواکمن او عزتمن دولت به خپله ځواکمنه اردو پرته له دې چې نژاد په نظر کې ونیسي، د ټولې نړۍ د نارینه، ښځو او ماشومانو د ژغورنې لپاره د نړۍ هر ګوټ او څنډې ته ولیږي او د میانمار، سوریې، عراق، ایغور، فلسطین او کشمیر مسلمانان به د ظالمو کفارو او د دوی د متحدینو له لاسه ازاد کړي.

لیکونکې: فهمیده بنت ودود

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې